تازه لیکنې
کورپاڼه / تزکیه او اخلاص / احسان او اعمال

احسان او اعمال

احسان او اعمال

) لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا(

د انسان د پيداكيدو مقصد (عبادت كه كرامت)

الله (ج) چې د ټول مخلوق خالق دى او په ټول مخلوق كښې يې انسان بهتر پيداكړى څنګه چې الله (ج) فرمايې) لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ( يعنې بېشكه موږ انسان په ډېر ښه اعتدال سره پيداكړى دئ او الله (ج) انسان ته عزت وركړى څنګه چې فرمايي ) ô وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ( (او په تحقيق موږ دآدم اولاد ته ډير عزت وركړ)، داټول عزتونه ددې لپاره وركړل شوي دي چې انسان د لوړ مقصد لپاره پيدا شوى او هغه مقصدعبادت او د الله (ج) معرفت دى نو ځكه الله (ج)دا خاص مقصد انسانانوته ښيي او فرمايې) وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ) يعنې ما پيريانان او انسانان نه دي پيداكړي مګر د عبادت لپاره او عبادت هغه صالح اعمالو ته وايي چې دقرآن او سنتو مطابق وي، نو انسان ته دا عزت د هغه د پيداكيدو د مقصد له كبله وركړل شوى او هغه څوك چې دا مقصد هير كړي او په غفلت كي ژوند تيروي دكفر او ايمان، حلالو او حرامو، اطاعت او ګناه پري هيڅ توپير نه وي د دوى لپاره پورته فضيلتونه نشته او الله (ج) د دوى په هكله فرمايې ) ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ ( يعنې بيا موږ وګرزاوه هغه ښكته د ښكتو نه، داسې خلك په دنياكې د ذلت ژوند تيروي او له مرګ څخه وروسته د دوى سره د جهنم د اور وعده ده، له دې ذلت څخه د وتلو يوازي يوه لاره ده چې هغه د الله (ج) اطاعت او صالح ژوند دى څنګه چې الله (ج) فرما يې ( إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ( (مګر نه هغه كسان چې ايمان يې راوړ او نيك عملونه يې وكړل نوهغوى لره نه ختميدونكى اجر (جنت) دى.

مومنه وروره! په خپلو صالح اعمالو هميشه والى وكړه چې همدا كرامت دى او ددې عزت لپاره پيداشوى يې اوهغه وروڼه چې ددې كرامت او عزت څخه بې برخې دي اوپه غفلت كې ژوند تيروي، خپل كريم رب (ج) ته دي مخ كړي، ژر تر ژره دي د دې صالح اعمالو كرامت تر لاسه كړي تر څو دجنتيانو په شان خوشحاله ژوند وكړي او دځنكدن په وخت كې دجنت زيري واوري.

مرتب: الحاج ډاکتر محمد زکریا

About deen

Check Also

مکتبه

درسي متون

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *