تازه لیکنې
کورپاڼه / تزکیه او اخلاص / احسان او عقیده

احسان او عقیده

الله جل جلاله د خپل پخواني ذات او صفاتو سره پخپله موجود او موصوف دئ. او له هغه څخه پرته ټول شيان د هغه په جوړولو سره موجود دي، او د هغه په پيداكولو او فناه كولو سره په وجودكي راځي اوفناه كيږي دا ټوله نړۍ اول د عدم (نشتوالي) په پرده كي وه يواځي په لفظ د (كن) سره يې په دې دنيا كي قدم كيښود دا د الله جل جلاله يو فعل دئ كوم چي بې له مادې دهغه له درست قدرت څخه ښكاره سو.
عقيده د انسان په باطن او وجدان كي هغه راسخ يقين او باور او هم اقرار ته وايي كوم چي په غيبي عالم باندي يې لري، عقيده د مسلمان په اعمالوكي كليدي او مهم رول لري څومره چي د مسلمان عقيده محكمه وي هغومره يې اعمال سم او په شريعت برابر وي.دمثال په ډول يو مسلمان چي دبل مسلمان غيبت كوي هدف يې داوي چي د هغه حيثيت او شخصيت د نورو مسلمانانو په وړاندي كم او سپك معرفي شي، پداسي حال كي چي دعزت او ذلت، فقر او غنى، صحت او مرض، مرګ او ژوند وركوونكى الله جل جلاله دئ.
كه موږ او تاسي حقيقي او واقعي تقوىٰ اختيار كړو، الله جل جلاله به مو د روزي د اسبابو د برابرولو بندوبست وكړي لكه د صحابه كرامو، چي د دوي فكر او تصور ټول پر دې متمركز وو چي دخداى جل جلاله عبادت او هم د دين نشر او اشاعت وكړي. د مثال په ډول د يو صحابي قصه را نقل كوم چي الله جل جلاله دغيب نه ورته روزي وركړې ده. حضرت عبدالرحمن بن يزيد بن جابر رضي الله عنه وايي چي د حضرت ابوامامه (رضي الله عنه) يوې وينزي چي اول عيسايي وه هغې ماته دا واقعه بيان كړه چي حضرت ابوامامه رضي الله عنه ته په نورو باندي خرڅ كول ډير خوښ وو، او هغه به ددې لپاره مال جمعه كولو، او سوالګر به يې خالي لاس نه ليږلو كه نور به هيڅ نه وو، نو يو پياز يا يوه كهجوره (خورما) يا د خوراك څه شي به يې وركول، يوه ورځ نورهيڅ نه وه، صرف درې (۳)ديناره وه، يو چا سوال وكړو، نو يو دينار يې وركړو، بيا دوهم راغلى، يو دينار يې هغه ته وركړو، او بيا دريم راغلى، يو دينار يې هغه ته وركړو، چي كله يې درې واړه وركړل، نو ماته غصه راغله او ومي ويل چي تاسو خو زموږ لپاره هيڅ هم پرېنښودل، بيا هغه د غرمې د آرام لپاره څملاست، چي كله د ماپښين اذان وشو نو ما هغه پاڅولو، بيا هغه اودس وكړلو، او مسجد ته لاړلو، چونكه د هغه روژه وه ددې وجهي نه ماته په هغه باندي ترس راغلى اوزما غصه ختمه شوه بيا ما قرض وكړو او د هغه لپاره مي د شپې خوراك تيار كړو،او ماښام مي ورته ډېوه هم بله كړه، بيا زه د ډيوې صحيح كولو لپاره د هغه بسترې ته ولاړلم او بستره مي اوچته كړه، نو د هغه لاندي د سرو زرو دينارونه ايښودل شوي وو، نو ما چي وشمېرل پوره درې سوه وو، ما وويل چونكه دومره ديناره يې درلودل خود يې د درو دينارو سخاوت كړى دى، بيا هغه د ماخستن نه پس كورته راغلى دسترخوان او ډيوه يې چي وليدل نو موسكى شو او ويې ويل معلوميږي چي داټول هر څه دالله جل جلاله له طرفه راغلي دي ځكه چي دهغه خيال دا وو چي په كوركي هيڅ نسته نه به خوراك وي نه ډيوه زه پاڅېدم په هغه مي خوراك وكړ، بيا مي وويل: الله دي په تاسو رحم وكړي تاسو دومره ډير دينار دغسي پريښودل، هسي نه چي ورك شوي واى، ماته دي هم نه وه ويلي چي لوړ مي ايښودلي واى. هغه وويل كوم دينار؟ ما خو هيڅ هم نه وو پرې ايښي، بيا مي بستره اوچته كړه او هغه دينار مي ورته وښودل، چي ويې ليدل خوشحاله هم شو او حيران هم شو، ويې ويل چي الله جل جلاله د خپلي غيبي خزانې نه راكړي دي. دامي چي وليدل زه هم ډيره متاثره شوم او پاڅيدم، زنهار مي پرې كړو او ومي غورځولو (زنهار هغه تار يا زنجير ته وايې چي عيسايان يې ترملاتړي) او مسلمانه شوم. حضرت جابر رضي الله عنه وايي ما دغه وينزه د حمص په مسجدكي وليده چي هغې ښځو ته قران كريم، فرائض او سنت ښودل او د دين په خبرو يې پوهولې.(اخرجه ابونعيم ، حيات الصحابه ج ۳-ص ۹۱۸)

مرتب استاد حکمت الله حقانی:

About deen

Check Also

مکتبه

درسي متون

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *