تازه لیکنې
کورپاڼه / اسلامي عام معلومات / د وخت ارزښت د اسلام له نظره

د وخت ارزښت د اسلام له نظره

د وخت ارزښت د اسلام له نظره
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على عبده ورسوله الأمين محمد وعلى آله وصحبه والتابعين.
وبعد:
دا واضح خبره ده چې قرآن او سنت په دې شاهد دي چې وخت همدا ژوند دئ، او الله تعالى خپلو مومنو بنده ګانو ته د دې وخت په اړه په ډېرو سترو بيداروونکو خبرو سره خبردارى ورکړى دئ، چې له مسلمان څخه بايد هېري او پاتې نه سي، بلکي په هر مومن دا لازمه ده چې هغه په ياد کې وساتي، تر څو د عمر په ارزښت او قيمت پوه سي؛ د وخت او ژوندانه په ارزښت.
يو له هغو عملي تنبيهاتو او ويښوونکو خبرو څخه چې مسلمان هره ورځ ورسره ژوند لري: دا پنځه ګونې لمونځونه دي چې الله تعالى تعين کړي، او په ټاکلي وختونو کې ئې پر مسلمانانو فرض کړي دي.
په دې نړۍ کښې په ټولو انسانانو کې مؤمن دئ چې د وخت ارزښت ئې ښه پېژندلى، ځکه دى چې سهار له خوبه راکښېني، نو لومړۍ خبره چې دى ورباندي پوهيږي داده چې: دا اوس د سهار د لمانځه وخت دئ. بيا چې کله ئې د سهار لمونځ وکړى، پوهيږي چې تر څو ساعتو وروسته به د ماپښين د لمانځه وخت راځي. ماپښين چې کله راغلى، دا د يوه او بل وخت تر منځ بېلوونکى بولي. بيا د مازديګر لمونځ کوي او دا د يو بل وخت د راتلو پيل بولي چې له تېر سوي وخت سره ئې ډېر فرق دئ. بيا چې کله ئې د ماخستن لمونځ وکړى پوهيږي چې نور نو وخت خلاص سو، او له همدې شېبې څخه بيا داسې کارونه او مسئوليتونه لرم چې په دې پاته وخت کې ئې بايد تر سره کړم.
همداسې په آسانه او ساده شکل؛ هر مسلمان که هره وظيفه ولري پوهيږي چې د ده وخت په حقيقت کې همدا ورځې دي، او په دغه ډول وېشل سوى دئ، او همداسې ټول عمر او ټول کالونه
د بېلګي په توګه، کال د محرم له مياشتي څخه شروع کيږي، او انسان په دې مياشت کي هغه کارونه تر سره کوي چي الله تعالى پکښي مشروع ګرزولي دي، او د نوي کال لپاره په تياري پيل کوي، بيا د دې کال ټولو ورځو ته هرکلى کوي، او په ټاکلو اعمالو سره ئې لمانځي، او په دې پوهيږي چي د الله په کتاب کي مياشتي ټولي دوولس١٢ دي، د هغه ورځي په حساب چي الله تعالى مځکه او آسمانونه پيدا کړل، چي له دې څخه څلور ئې حرامي او د عزت مياشتي دي. بيا په تېرېدو، تېرېدو سره د تر ټولو لويي مياشتي رمضان ته راځي، په رمضان پسې شوال راځي، بيا پسې حج راځي، او د حج د موسم په پاى ته رسېدو سره کال هم پاى ته رسيږي، او مؤمن داسي احساس کوي چي د يوه رمضان څخه تر بله رمضانه پوري لکه يوه شېبه چي تېره سوې وي، او د يوه حج څخه تر بله حجه پوري هم لکه يوه شېبه چي وي.مګر مسلمان د ژوندانه او وخت ارزښت او قيمت هله ښه درکوي چي د دغه رمضان او حج موسمونه تېر او بيا تکرار سي، او دغه رنګه په هره ورځ کي د پنځه ګونو لمونځونو په راتلو او تکرار سره د وخت ارزښت ښۀ ورته څرګنديږي. اما هغه ولسونه چي دغه موسمونه او عبادات نه پېژني، نو د دوى د وختو ټاکنه او معلومات د مسخرو او بې شرمۍ، فجور او فسق څخه په ډکو جشنونو باندي کيږي، چي يو ښه نمونه ئې د کال د پيل (کريسميس) جشن دئ.
بلکي لکه شيخ الاسلام ابن تيمه رحمه الله چي فرمايي: (په هند او چين کي بت پرستو وحشي قومونو، او د نړۍ د نورو هيوادو په څنډو او اطرافو کي هغه قومونو چي دين او کتاب ئې نه درلود، اونۍ او هفتې نه پېژندلې). نو دوى نه اونۍ پېژني او نه ورځي، لکه موږ ئې چي پېژنو، ځکه زموږ وخت سره وېشل سوى دئ: په اونۍ کي يوه ورځ ده چي هغه موږ ته د خوشالۍ او اختر ورځ ده؛ د جمعې ورځ، او په دې ورځ کي موږ داسي اعمال او عبادات لرو چي له نورو ورځو څخه توپير لري. په دې ډول موږ دا احساس کوو چي ورځ تېره سوه، ځکه د ماپښين لمونځ مو وکړ، او همدارنګه د مازديګر دا، بيا پسې د ماښام لمانځه وخت راغى، او په دې سره ورځ پاى ته ورسېده، او دا هم فهموو چي اونۍ پاى ته ورسېده، ځکه د جمعې لمونځ مو ادا کړى. او دا مو هم درک کړې ده، چي کال تېريږي، ځکه د رمضان روژه مو ونيوله، د حج موسم راغى، او دارنګه عمده عبادات: روژه، حج، زکات چي د اسلام ارکان دي،هم د کال په تېرېدو جوړ او ترتيب دي، او همدا عبادات دي چي د کال تېرېده راته محاسبه کوي، چي دا ټول موږ ته د وخت او عمر د ارزښت څرګندونه کوي. او له دې عباداتو او اعمالو پرته به بل څه وي چي انسان خپل وخت پکښي تېر کړي؟‎!
الله تعالى په زمانه سره قسم کړى او فرمايي: وَالْعَصْرِ إِنَّ الْأِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ * إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ [العصر:1-3] ترجمه: او قسم په زمانه سره چي انسان په تاوان کي دئ، مګر هغه کسان چي ايمان راوړي، صالح اعمال وکړي، په حق سره وصيت (دعوت الى الله) وکړي، او(پر هغه مصيبتونو باندي چي د الله تعالى لاري ته په دعوت کي راځي) وصيت په صبر سره وکړي.
ځيني علماء وايي: دا چي الله تعالى په زمانه سره قسم وکړى، په دې کي د هغه و مؤمنو بنده ګانو ته دا خبردارى دئ، چي د وخت ډېره ساتنه وکړي، او دا چي ستا د دې ژوند اصلي حصه دغه وخت او دغه زمانه ده، نو ته به ئې په دغه څلورو کارو سره ډکوې، کنې تاواني او زيانمن به سې، الله تعالى دي موږ او تاسو ټول له دې تاوانه وژغوري، موږه بايد خپل وختونه په دې څلورو شيانو سره ډک کړو چي که چيري څوک داسي ونه کړي، نو يا به په کلي ډول تاواني وي، يا په جزئي شکل: لومړى ايمان، بيا صالح عمل، ورپسې د الله تعالى لوري ته دعوت، او د الله تعالى لور ته د دعوت کولو په لاره کي پر پېښېدونکو کړاوونو صبر کول.

ژباړه: مولوي نوراحمد مزمل

About deen

Check Also

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت)

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت) هغه شپه چي لمن يې …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *