تازه لیکنې
کورپاڼه / تزکیه او اخلاص / د ځان په هکله د مسلمان ځوان شرعي مسئوليتونه

د ځان په هکله د مسلمان ځوان شرعي مسئوليتونه

لومړى- په الله او د آخرت په ورځ قوي ايمان:

څرنگه چي انسان په ځمکه باندي د الله تعالى د احکامو د پلي کولو لپاره پيدا کړل سوى، او په دې مامور دئ چي د الله( د حکمونو د عملي کولو لپاره انسانان د الله( لوري ته راوبولي، او د هغه ( حکمونو ته د غاړي ايښودو لپاره ئې چمتو کړي، او په دې توګه په ځمکه کي د الله( خليفه جوړ سي، او په نتيجه کي همدا کسان چي د رب عز و جل حکمونو ته د غاړي ايښودو توفيق تر لاسه کړي، د رحمن( و ښائسته جنتونو او هغو باغونو ته چي په ډول، ډول نعمتونو سينګار سوي؛ ننوزي، او په ريښتيني توګه همدغه د يو مؤمن لپاره لويه سوبه او برياليتوب دئ، لکه چي فرمايي: فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ([1])

ترجمه: نو کوم څوک چي له دغه اوره (جهنم) څخه لري کړى شو، او جنت ته داخل کړى سو، نو همدا کس کامياب سو.

د پورته موضوع په پام کي نيولو سره هر انسان لومړى د خپل ځان په هکله مکلف دئ، تر څو د الله تعالى احکام په کښي عملي کړي، ځکه خپل نفس او ځان هغه ساحه ده چي د انسان تر خپل اختيار او سلطې لاندي ده، او په خپله اراده سره هر څه په کښي عملي کولاى سي، نو د انسان لومړنى مکلفيت دا دئ چي د الله( احکام په خپل ځان کي- چي تر پنځه، شپږ فوټه زيات نه دئ- راولي، او هغې ته غاړه کښيږدي؛ که ئې هغه خوښ وي، او يا نه وي، چي په حقيقت کي د ايمان معنى هم دغه ده.

الله تعالى په سورة النساء کي فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ

ترجمه: اې مؤمنانو! تاسو په الله تعالى او د هغه په رسول باندي ايمان راوړئ.

دا آيت دا انتباه راکوي چي مؤمنان دې ته ضرورت لري چي خپل ايمان بيا بيا تقويه کړي، که نه نو د مفسرينو پر اصطلاح دلته تحصيل د حاصل راځي، او دا خو ممنوع دئ، له دې څخه ځواب داسي ورکوي، چي دلته تکميل د کامل مراد دئ؛ يعني د مؤمنانو د ايمان لا تقويه او په هغې کي مبالغه مطلوب ده.

همدا خبره نبي کريم3 په يو حديث کي هم فرمايي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : قَالَ رَبُّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ : لَوْ أَنَّ عِبَادِي أَطَاعُونِي لاَسْقَيْتُهُمُ الْمَطَرَ بِاللَّيْلِ ، وَلاَطْلَعْتُ عَلَيْهِمُ الشَّمْسَ بِالنَّهَارِ ، وَلَمَا أَسْمَعْتُهُمْ صَوْتَ الرَّعْدِ وَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : حُسْنُ الظَّنِّ بِاللَّهِ مِنْ حُسْنِ الْعِبَادَةِ وَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : جَدِّدُوا إِيمَانَكُمْ . قِيلَ : يَا رَسُولَ اللهِ ، وَكَيْفَ نُجَدِّدُ إِيمَانَنَا ؟ قَالَ : أَكْثِرُوا مِنْ قَوْلِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ.([2])

ترجمه: له ابو هريره= څخه روايت دئ، دى وايي چي نبي کريم3 وفرمايل: ستاسو رب عز و جل فرمايلي دي: که زما بنده ګان زما اطاعت وکړي، نو زه به ئې د شپې له مخي په باران اوبه کوم، او په ورځ کي به لمر ورباندي راپورته کوم، او د تندر يا تالاندي ږغ به نه ورباندي اوروم، بيا نبي کريم3 وويل: په الله تعالى باندي ښائسته ګومان له غوره عبادتونو څخه دئ، او بيا ئې وفرمايل: ايمانونه مو نوي او تازه کړئ، يو چا پوښتنه وکړه چي اې د الله رسوله! په څه ډول باندي خپل ايمانونه قوي کړو؟ هغه وويل: د (لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ) کلمه ډېره واياست.

دا حديث درس راکوي چي ايمان تازه ګي غواړي، او دا ئې هم راوښووله چي يو له هغو شيانو څخه چي په هغه سره ايمان تازه کيږي،د(لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ) کلمه ويل دي، سر بېره په دې نوري لاري هم سته چي هغه عبارت له ټولو هغه مجالسو او مواعظو څخه دي چي د (لا اله الا الله) حقيقت د انسان د زړه په ښيښه رسموي، او په هغې کي د الله تعالى لويي او صفات، قدرتونه، عذابونه او نعمتونه بيانيږي.

ليکونکى: مولوي نوراحمد مزمل

[1] : سورة آل عمران: 185|3

[2] : المستدرك: {الرقم:7657}

About deen

Check Also

هلال

اخلاق د خُلق جمع ده او خلق خوی او عادت ته وايي . په اصطلاح …

Leave a Reply