تازه لیکنې
کورپاڼه / اسلامي عام معلومات / حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

نوم مبارك يې عبدالله لقبونه يې صديق اوعتيق دي په دې دوولقبونوسره درسول الله ص له خوا وياړل سوى دى كنيت يې ابوبكر اوپه اتم پښت كي له رسول الله ص سره يوځاي كيږي يعني درسول اكرم ص اتم نيكه مره دوه زامن درلودل (كلاب) او(تيم)رسول الله ص دكلاب له اولادې څخه وواوسيدنا ابوبكر رض دتيم له اولادې څخه وو،دنياته يې درحمة للعٰلمين تر زيږيدودوه كاله اوڅومياشتي وروسته تشريف راوړاوپه همدې ترتيب يې دسرورعالم ص تررحلت دوه كاله اوڅومياشتي وروسته ددارالبقاپرلورسفروكړاود(۶۳) كالوپه عمروفات سو، سپين رنګى ډنګرسړى وو،باړخوګان يې دكموغوښولرونكي وو،پراخه تندى يي وو، سپين ويښتان يې وو، دډير نرم زړه څښتن اوبې حده حليم وو

ترهرچا درسول الله ص په ملګرتياكښي وفاداروونوځكه دهغه ص په ژوندكي دهغه دوزير اوله رحلت نه وروسته دهغه دخليفه خطاب ورته كيدى اوله هغه څخه پرته بل چا ته درسول الله ص دخليفه خطا ب ندى سوى

په اسلام راوړلوكښي ترهرچامخكي ووكله چي يې غوږ ته ديوه الله ص پيغام ورسيدى بې له دمعجزې دغوښتلواودلايلوپرته يې په هم هغه اٰن كلمه وويل لكه چي حضرت عائشهرض فرمايي يوه ورځ دنبي كريم ص دملاقات په اراده له كوره ووتى كله چي يې هغه مبارك وليدورته ويې ويل اې ابوالقاسمه څه خبره ده چي دخپل قوم په مجلسونوكښي نه معلوميږې خلك داتورلګوي چي تاسودهغوى دپلرونواونيكونو عيبونه وايي دهغوى دمعبدانوبدي بيانوٰٰى سروركاينات ص وويل زه دالله ج رسول يم اوتاته ديوه خداي ج وطرفته بلنه دركوم ،دې نيك فطرته انسان درسول اكرم ص دخبروترتماميدوورسته سمدستي ايمان راوړ،رسول الله ص دهغه په اسلام راوړلو دومره زيات خوشاله سوچي دمكي دغرونوترمنځ په دغه ورځ بل څوك دومره خوشاله نوو،په همدغه ورځ دصديق اكبر رض په لاس هغه نوميالي صحابه په اسلام مشرف چي نه تنهىٰ دتاريخ پاڼي دهغوي په نومونوښكلي ښكاري بلكي الله ج بعضي دهغوته په همدې دنيا كي دجنت زيرى وركړلكه حضرت عثمان ابن عفان ،حضرت طلحه بن عبيدالله،حضرت زبير بن العوام اوحضرت سعد بن ابې وقاص رض اوپه دوهمه ورځ الله ج دده په واسطه همداسي مخور صحابه دايمان په نورمنوركړل لكه حضرت عثمان بن المظعون، حضرت ابوعبيده بن جراح، حضرت عبدالرحمٰن بن عوف، حضرت ابوسلمه بن عبدالاسد اوحضرت ارقم بن ارقم(اخرج الحافظ ابوالحسن الطرابلسي كذافي البداية ج۳ ص۲۹)

About deen

Check Also

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت)

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت) هغه شپه چي لمن يې …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *