تازه لیکنې
کورپاڼه / اسلامي عام معلومات / د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت)

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت)

د رسول الله (صلى الله عليه و سلم) ژوند(نبوي سيرت)

هغه شپه چي لمن يې سپينه اوزرينه وه

يوه ورځ دعبدالمطلب ملګرى چي (جرول)چي له يوه شواروز راهيسي يې سره نوه ليدلي راغلى اوله عبدالمطلب څخه يې دنه ليدلوپوښتنه وكړه هغه ځواب وركړى چي بي بي آمنه (دعبدالله كوروالا)داولادپيداكيدو له كبله له دردونو څخه په عذاب وه عبدالمطلب چي پدې وخت كي دجرول پرمخ باندي دغمرازۍ اوخواخوږۍ نښي وليدلې پوه سوچې جرول ددې ماشوم پر بې چارګۍ اوبدمرغه كيدو باندي چي دنياته به سترګي روڼي كړي زړه سوځي او د هغه پر يتيموالي او د ژوند پر بدبختيو اندېښمن دى ،نو ويې ويل: جروله !هغه وخت دي په ياد دى چي ابرهه دخپل ټوله لښكر او فيلانو سره يوځاى دمكې ورانولو په تكل راغى اوزما څخه يې وغوښتل چي هغه ته دعاجزۍ سركښته كړم اوكعبه ورته وسپارم اودا دي په ياد دي چي ماڅه ورته وويل ؟ جرول وويل هو!ښه مي په ياد دي هغه ورځ چي كله ستاچار چاپيره د ابرهه لښكر،،،،،،،،اووينه څښونكي فيلان ولاړ وه اوتاپه ډيره دلاوري سره ابرهه ته هغه څه وويل چي تراوسه چا نه وه ورته ويلي اوهغه داسي چي: څه وايې ؟! سرټيټې؟دا خو هغه څه دي چي ما د هغه لپاره ويني تويې كړي اوزه سرټيټى هيڅ نه پيژنم ، كعبه ښئې كعبه ؟!كعبه داسي خداى لري چي هغه ئې پخپله ساتنه كوي ،عبدالمطلب خپلي خبرې نوري هم وغځو لې اوويې ويل دازما دلاوري نه وه ،زه په هغه ګړي پوهېدم چي آمنه ميندواره ده اوپه هاتفي اوازكي راته وويل شول چي كيداى شي دا فيلان كه څه هم دخرما د درختي دپاڼو په اندازه دي دهغې نطفې له بركته چي دا د اللهY په امرسره دآمنې په نس كي ځاى پرځاى وه وتلي او شړل سوي وي .

هو!فيلان ټول له ويري څخه په ځغاسته سول اوسربازان يې وغورځول اوترپښولاندي يې ټوك ټوك كړل هو!داټول د هغه ماشوم له بركته دي چي موږ ګومان كوو چي هغه يو بې كسه ،يتيم اوفقيرهلك دى.

جرول عبدالمطلب ته دخواخوږۍ اوترحم دحس پياوړي كولو خبري كولې چي ناڅاپه عبدالمطلب هغه ترلمن ونيوى اوپه چيغوسره يې وويل :وګوره !وګوره !هغه رڼاته چي دغره په سر باندي ده ،جرول ځواب وركړ :هغه دسپوږمۍ رڼاده اې ابې هشامه !عبدالمطلب وويل :نه هيڅكله نه !سپوږمۍ خو اوس نسته او نور يې تللى دى دواړه چوپ سول يو يې دخوښۍ اوسمسورتيا د ځلاندو ارزوګانو په سيند ورلاهو سو او بل يې (جرول) په زړه خوږ ،غمجن اودحيرت اوپرېشانۍ په لويه د ښته كي لالهانده ګرځېده.په يو بل روايت عبدالمطلب كتله چي د دوى له دروازې څخه وړانګې پورته سوې اودكعبې فضا ئې روښانه كړې او ده دا انګيرله چي د نورڅخه جوړسوى يو فرش اوار دى اوتا به ويل چي دكوم جليل القدر او لوړ رتبه شخص دهركلي په توګه دى .

عبدالمطلب د يوازيوالي اوډير انتظار له كبله ددې پيښي له ليدو څخه په تنګ سو اخير راولاړ سو او له هغې لاري څخه چي له همدې كوره څخه دحرم وغولي ته ورخلاصه وه ورننوت اوخپله لاره يې څارل ترڅو داسي څوك پيداكړي چي دخپل زړه خواله ورته وكړي او د ځان تسلي په وكړي خو هيڅ څوك يې هم ونه موندل، ځكه چي دا د عبدالله كور وو د هغه چا كور وو چي په ځوانۍ كي د خپل عمر د سپرلي په سمسورو ورځوكي ځوانيمرګ سو،او د هغه چاكور وو چي د ډيرو ميرمنو د اميدونو هينداري يې د ناهيلۍ په ډبرو ريچې ريچې كړي وې، زهره بنت صفوان وايي ما څو ځله وليدل چي دعبدالله په سترګوكي يو ډول نور دى اودا ارزو مي درلوده چي هغه نور و يو داسي ماشوم ته انتقال سي چي هغه زما له بطنه وزيږي او له همدې امله مي هغه ته له هغه سره د واده كولو يو وړانديز ورته وكړ خو هغه قبول نكړى خوكله چي مي هغه د واده په سبا وليدى هغه نور د هغه له سترګو تللى وو، پوهېدم چي هغه نور د ده له سترګوڅخه د آمنې بطن ته تللى دى.

ژباړه: مولوي نوراحمد”مزمل”١٣٨٨هـ.ل.

About deen

Check Also

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه) نوم مبارك يې عبدالله لقبونه يې صديق اوعتيق دي په …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *