تازه لیکنې
کورپاڼه / اسلامي عام معلومات / داسلام په رڼا کی له خپلی بی بی سره ژوند

داسلام په رڼا کی له خپلی بی بی سره ژوند

داسلام په رڼا کی له خپلی بی بی سره ژوند

ګرانومسلمانانو! مخکی هم دی مطلب ته اشاره وشوه چه که اسلامی لارښوونی پوره عملی شی ژوند به مو له يوی مخی دخوشحالی اونيکمرغی څخه ډک وی، په اسلام کی له ميرمنوسره دښه سلوک کولو ذيات ټنګار شوی دی چه لاندی يی څو نمونی بيان شوی دی .

ولی نن سبا چه ځنی کسان دخپلو ښځو سره بد چلن کوی دا د دوی خپله بی علمی يا په اسلام د نه عمل کولو دليل دی خو که خدای (ج) مه کړه د چا ښځه ښکاره بی ليری ته ملا وتړی نوددی لپاره هم بيا په اسلام   کی دجزا اواصلاح لاری وجود لری چه په عملی کولوسره يی نور خلک هم ورڅخه عبرت اخلی .

داچه بی ځايه هيلی بانی ورته لټوی او ګناه يی هم ښکاره نه وی د ځان نه يی ورته يو بی رحمه ځناور جوړکړی وی او په يوه مظلوم انسان خپل ظالمانه تمرينات تر سره کوی .

دغه ډير بد عمل د نومړی کس له ناپوهی ، ظلم ، او د خدای (ج) د دين پر وړاندی د بغاوت ترجمانی کوی اوبس . د اسلام د مقدس دين لارښوونه په لاندی څو ټکو کی وګوری !

۱ – دخپلی بی بی (ميرمنی ) سره ښه سلوک کول:

قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَاِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى اََن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وََيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا (النساء ۱۹ ).

((اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وی نو کيدای شی چی يو شی ستا خوښ نه وی خو خدای ج په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وی )).

نويو انسان خوبه خامخا يوه خاليګاه لری که کومه ښځه په رنګ کی کمزوری وی نوشايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وی چه دخپل خاوند د دنيا اوآخرت نيکبختی وګرځی .

حضرت محمد(ص) دحجة الوداع کی مسلمانانو ته داسی وفرمايل :

خلکوواوری ! له ښځو سره ښه سلوک کوی ځکه هغوی له ستاسو سره دبنديانو په ډول دی هغوی سره دبد چلن هيڅ حق نلری ……………….. (رواه ترمزی )

۲- د ميرمنی نفقه :

ميرمنی ته دخوراک اوپوښاک برابرول د ميرمنی حق اوبايد دا حق په ښه نيت اداشی .

پرميرمن يا نور اهل عيال احسان وانه چول شی چه زه تاسی ته روزی برابروم ، ستا روزی رسونکی هم خدای (ج) دی او داهل عيال دی هم خدای (ج) دی .

حضرت محمد(ص) ترټولو غوره خرڅ د خپل اهل عيال ته خرڅ کول ښودلی دی او فرمايی :

دِينَارُُ ُ اَنفَقتَه فِی سَبِيْلِ اللهِ   وَ دِْينَارُُ ُ اَنفَقْتَه فِی رَقَبَةٍ وَ دِينَارُُ ُ تَصَدَّقْتَ بِه عَلی مِسْكِيْن ٍ وَ دِْينَارُُ ُ اَنفَقتَه عَلی اَهلِكَ اَعظَمُهَا اَجراً الَّذِ ي اَنفقْتَه عَلی اَهلِكَ (رواه مسلم ).

په پورته حديث شريف کی د خدای (ج) په لاره کی خرڅ ، دغلام دآزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ تر دغه دريو واړو خرڅونو څخه غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره ښودلی دی .

۳- له ميرمنی سره په زړه سوی او مهربانی ژوند وکړی :

تر خپله وسه بايد د زړه سوی بخشش او عفوی لاره غوره شی ځکه ښځه دعقل او پوهی په اعتبار کمزوری ده نوبايد په صبر آرام او مهربانی دهغه د اصلاح کوښښ وشی .

اودغه عاجز انسان ته د يوی يوازی شوی ميلمنه په سترګه وکتل شی ځکه چه دغه بی بی له خپله کور جلا دخپلی مهربانه مور له غيږی څخه ستا کور ته راغلی ده نو ته هم ورته د خپلی مهربانی غيږ وپرانيږه قرآنکريم د التغابن په سورت همدی هدف داسی اشاره کړی :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلاَدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

ژباړه : ای مؤمنانو! ستاسی ځنی ميرمنی او ځنی اولادونه ستاسی دوښمنان دی نو له هغوی ځانونه وساتی او که تاسی له عفوی ،بخشش او تيريدنی څخه کار واخلی ، نويقين ولری چی الله (ج) ډير مهربان او پوره رحم لرونکی دی

۴- له خپلی بی بی سره د دنيا څوورځی ژوند په ښو اخلاقوتير کړی   :

دښواخلاق اصلی ډګر خپل کور دی ځکه ډير وخت سړی له خپلی ميرمنی سره تيروی . نويوڅوک چه پدی ډګر کی بريالی راووت نو يقيناً چه يو د غوره اخلاقو لرونکی انسان به وی ، پدی اړه داسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) داسی فرمايی :

اَكْمَلُ المُؤمِنِيْنَ اِيْماَناً اَحسَنُهُمْ خُلُقاً وَخِياَرُكُمْ خِيَاركُمْ لِنِسَآِ ئهِم ِ (رواه ترمذي )

دايمان په اعتبارسره ستاسوکښی کامل ايمان والا هغه څوک دی چه دهغه اخلاق اوخوی ښه وی اوتاسی کی بهترين اوغوره هغه دی چه دخپلی ښځی سره يی سلوک ښه وی .

د ښو اخلاقو د فضيلت په اړه بل حديث شريف لاندی بيان شوی دی :

اِنَّ المُؤمِنَ لَيُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِه دَرَجَةَ الصّآ ئِمْ القَآْ ئِمْ (ابوداود)

مومن بنده دخپلو ښواخلاقو په ذريعه دپرله پسی هميشه روژه نيونکی عبادت کونکی نه ذياته درجه حاصلولی شی

۵- خپلی بی بی ته نيک تعليم او دينی ښوونه ورزده کول :

هر څوک دخپلوماتحتو پروړاندی مسوليت لری خوڅوک د ملک په سطحه ،څوک د ولس ،څوک دکلی او څوک دخپل کور پروړاندی مسوليت لری اود خپلو ماتحتو په اړه به ورڅخه پوښتنه کيږی

د نجات لاره دانه ده چه يواځی خپله عبادت کوه خو دميرمنی او اولاد په اړه کومه انديښنه نه لرل ، بلکی دهغه په اړه پوره مسوليت لری هم به خپله خدای (ج) عبادت کوی او هم به خپل اهل په عبادت کولو ټنګار کوی .

الله (ج) په قرآنکريم پدی اړه داسی لارښونه کوی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِر ْعَلَيْهَا

ژباړه :اهل ته موپه لمانځه کولو امر کوی او خپله يی هم کوی .

دمسلمانی بی بی صيفات

ګرانو مسلمانو وروڼو اوخوندو !

داسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشی دومره کټی حکمتونه به پکی وی چه په ليکلو يی کتابونه ډکيږی .

داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته امن ،سکون ،خوشحالی ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت وی ، رشوت ،غلا ،بی حيايی ،خيانت به نه وی .

داچه نن ځنی کسان څه يی چه په مخ ورځی مخ نه ور څخه اړوی دا دوی خپله بی غيرتی ،بی ننګی دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايی ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانی نه شی کولای .

اوس به راشو دمسلمانی بی بی صيفاتو ته :

۱- ستر : – دځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بی حېا ېو له منځه وړل ؤ ، قرآنکريم مسلمانوبيبيانو ته داسی لاښونه کوی :

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ….. (النور۳۱ ).

(ا و ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی او ښه ټينګ

دی وساتی ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کی ) اونه دی ښکاروی زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږی له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کی ) او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر.

نر او ښځی به خپل نظر له نامحرموڅخه ساتی ښځه به خپل ستر ته پوره پام کوی ټکری به پر سينه او غاړه تاووی تر څو يی تی   ښکاره نه شی .

داچه ستر کومه اندازه په کومو شرايطو ډير وضاحت ته ضرورت لری دلته نه ځايږی .

۲- دخاوند(ميړه ) اطاعت کول :

مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوی او دقدر په سترګه به ورته ګوری ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی .

داسلام دسترپيغمبر ارشادات مسلمانی بی بی ته :

دابی هريره (رض) روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :

لاَ يَحِلُّ لِاْمرَأةٍ اَنْ تَصُوْم َ وَزَوْجُهاَ شاَهِدُُُ ُ اِلا َّ بِاِذْنِه وَ لاَ تَاْذَنَ فِی بَيْتِه اِلاَ بِاِذْنِه (متفق عليه ) .

((دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کی دهغه داجازی پرته (نفلی ) روژه ونيسی ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل چاته اجازه ورکړی . اوبل حديث شريف کی دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی )).

همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی (رض) نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی:

اِذاَ دَعَا اَ لرَّجُلُ زَوْجَتَه لِحَاجَتِه فَلْتَاْتِه وَ اِنْ كاَنَتْ عَلی التّنُّورِ ( تَرمذي ،نساءيی ).

((کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړی نوهغه لره راتلل پکار دی اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وی )).

د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی.

۳- دحيا ساتنه :

مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته هميشه فکرمنه وی .

– د خپلی ابرو او پاک لمنتوب د ساتنی خيال ساتی ځکه که دميړه په زړه کی داسی کوم شک پيداشی ، نوبيا دښځی يوه نيکی اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشی .

که خدای (ج) مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږی نوبيا د ژوند خوند آبرو او غزت هرڅه له منځه ځی .

پدی اړه قرآنکريم دالمؤمنون په سورت کی د شيږو صيفاتو لرونکو ته د کاميابی زيری ورکړی .

۱- هغه کسان چه دوی په لمونځوخپلو کی عاجزی کوونکی ويرودوونکی وی (له الله ج نه ).

۲- هغه کسان چه دوی له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی ، ۳- هغه کسان چه دوی د زکوة ادا کوونکی دی۴ ،- هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکی دی ، ۵- هغه کسان چه دوی د امانت او وعدو رعايت کوونکی دی ، ۶- هغه کسان چه دوی دلمونځو ساتوونکی وی (پنځه واړه لمونځونه پرخپل وخت ادا کوی ).

د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی .

۴- تقو’ی او دينداری :

کومه ښځه چه تقوای او دينداری ولری هغه به تر ټولو غوره بی بی مور وی ، کورنی ولس او ټولنی ته به دينداره اولاد وړاندی کوی .

داسی بی بی به دکوراوخپل خاوند لپاره يو برکت او الهی رحمت وی .

نوضرور ده چه مسلمانه بی بی پر ټولو اسلامی احکامو کلکه پاپنده وی ، پنځه وخته لمونځ پر خپل وخت وکړی خير که مو کارونه ډير وی يا د اولاد روزنی مشعوله کړی وی ځان په وخت لمانځه ته وزګار کړی هسی هم د دينا کارونه نه خلاصيږی ، هغه کسان چه بی وخته لمونځونه کوی يا له لمانځه څخه غافله وی قرآنکريم   دغه کسانو ته په سختو ويرولو سره داسی خبرداری ورکوی   : فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ ۴ الَّذِينَ هُمْ عَن صَلاَتِهِمْ سَاهُونَ (الماعون ۴-۵)

(( دويل کنډه يا بربادی ده هغه کسانو لره چه دوی له لمنځونو خپلو عافل او بی پروا دی )) .

همدارنګه نور ټول الهی اوامير ته تسليمی د کاملی مسلمانی بی بی صيفات وی چه داسی بی بی ته په بار بار الهی او نبوی ص ارشاداتو کی دجنت زيری ورکړشوی دی .

۴- دخاونددکورسامان ساتنه :

مسلمانه بی بی به د خپل خاونددکور سامان ساتنه کوی له واده نه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وی داسی نه چه هغه يی کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسی

دقرېشو دښځو په ستاېنه کی نبی کرېم   صلی الله عليه وسلم فرمايی:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دی ،پراولاد ډېری مهربانه دی اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکی دی (بخاری) .

۵- داولاد روزنه :

اولاد دخدای (ج) ستر نعمت وګنی اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شی .

د اولاد په تعليم او تربيه کی د زری قدری غفلت هم ستاسو د دنيا او آخرت ذلت او رسوايی ده ځکه مات لاس غاړی ته ځی ، اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندی وی په تيره بيا چه پلار يی مسافروی .

ترهرڅه مخکی خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او دينداری عادت کړی ځکه يواځی مسلمان او تقوی داره اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږنی او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړی .

۶- نظافت او پاکوالی :

د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالی اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دلاره کی دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وی نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنی عزت به مو مخکی په سند وړی وی نو پاکی ته ډېر پام کوی ،ځان خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقر جامی اغوندی او بېرون چه د خپلوانو کره ځی نوښه ځان سنګاروی.

                                                                                                                          حمدالله شاکری

.

About deen

Check Also

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه) نوم مبارك يې عبدالله لقبونه يې صديق اوعتيق دي په …

Leave a Reply