تازه لیکنې
کورپاڼه / اسلامي عام معلومات / افغانستان ته د اسلام راتګ او د خلفاء راشدينو دوره

افغانستان ته د اسلام راتګ او د خلفاء راشدينو دوره

افغانستان ته د اسلام راتګ او د خلفاء راشدينو دوره

لكه څرنګه چي زموږ ګران ټاټوبى ډېر اوږد تاريخ لري (له اسلام مخکي او وروسته) نو موږ اوس پدې ځاى كي اړينه وبلله چي د خپل ګران ټاټوبي تاريخ له هغه ځايه مطالعه كړو، له كوم وخته چي افغانستان ته داسلام مبارك دين رارسيدلى دى.

د اسلام د پيدايښت څخه لا د يوې پيړۍ څلورمه برخه نه وه تيره سوې چي دمسلمانانو زړور او جهان نيوونكى لښكر د فارس دساسانيانو زړه شاهنشاهي له پښو وغورځوله، ساساني وروستنى پاچا (يزدګر) د جلولا تر جګړې (۱۶) وروسته او د نهاوند ترجنګ(۲۰)كاله وروسته خراسان ته راغى او د ماوراء النهرله خاقان څخه يې مرسته وغوښتله خوڅه لاسته ورنغلل.

داسلام دوهم خليفه حضرت عمرt احنف بن قيس په (يزدګرد) پسي وګماره،احنف د خراسان ځمكه په روغه ونيول، دا مهال د افغانستان د لويديځو سيمو او غور ساتندوى په مروه كي ماهوي سوري وو، چي د فردوسي او طبري په وينا د خراسان حكمرانان ګڼل كيده، دعربوحكمران احنف چې په يزدګرد پسې وو، يزدګرد په مروه كي ماهوي سوري ته پناه يوړه، ماهوي د ماوراى له امويه واكمنوڅخه سره ديزدګردله ښواړيكووويرداويدګرديې ديوه ژرنده ګړي په لاس وواژه له (۳۱هـ)څخه (۶۵۱م)حپله واكمني دفردوسي په ويناتربلخ، هرات اوبخاراپوري وغځله .

سوري كودنۍ دسيمه ايزواميرانوخورانامتو كهول ووخواحنف ماهوي سوري هم له خراسان اومروڅخه دجيحون هغي غاړي ته وشاړه اودژوندترپايه يې دمروالرودپه څلور فرسنګۍ كي دخلافت له خوادخراسان پريوه برخه حكومت كاوه خودماهوي سوري له ماتي وروسته د سوري اميرانوكورنۍ له منځه ولاړه چي وروسته به يې بشپړه څيړنه راسي

دسيول له خواهم دمسلمانانوبريالى لښكردالبلاذري په وينا دخراسان تردرواز وطبسين (دطبس اوكرين تركلاګانو)پوري رسيدلى ووچي دافغانستان داوسني ګرمسيرپه لويديځ بريد پوري نښتى دى اودهغه لښكرمشرعبدالله بن بديل خزاعي وو.

دفاروقي دورپه پاى (۲۳-۲۲هـ)دمسلمانانودلښكريوې برخي دعبدالله بن عامرترقيادت لاندي دكرمان ترنيولووروسته پرسجستان (سيستان)باندي حمله وكړه دسيستان ساتندوى دزرنګ (زرنج)په ښاركي چي دسيستان مركزدى ځان كلابندكړخوداچي دمسلمانانولښكردكندهاراوسند (هند) ترشاوخواپوري پرمخ ولاړنوځكه دزرنګ ساتندوى روغه وكړه اوزرنګ دمسلمانانوپه لاس كي سو، اوهغه لښكرچي له سيستانه ختيځ خواته پرمخ تللى وودارغنداوپه ناوه كي درتبيل له لښكرسره چي دمخه يې يادونه سوې ده ونښت هغه يې وواژه

افغانستان دحضرت عثمان t دخلافت په دوره (۲۵-۲۴هـ ق)

دعثماني خلافت په دوره كي تر(۲۵هـ)وروسته اسلامي فتوحات دافغانستان په خاوره كي پرمخ ولاړل عبدالله بن عامر(داسلامي لښكرمشر)تركابله راورسيدداښاريې كلابنداو ترسختي جګړې وروسته يې ونيوى خودكابل خلكودمسلمانانوترراتګ وروسته بياهم دخپلواكۍ بيرغ پورته كړ اوترپنځوكالوپوري يې دسيمه ايزوپاچاهانوترواكمنۍ لاندي خپلواكه ژوندتيراوه .

دحضرت عثمان t له خوااحنف بن قيس له مروڅخه ترهراته ،حبيب بن قرة اليربوعي په بلخ اوتخارستان اوعبدالله بن عميراليثي په سيستان كي وكمنان وټاكل سول خوپه ټول افغانستان كي دمسلمانانودلښكروپرخلاف بلواپيل سوه خوپه كابل كي دسيستان حكمران ياغيان له منځه يووړل اوكابل يې بياونيوي ،مجاشه بن مسعوددكرمان حكمران دقفص (كوچ- كفچ يااوسني كوچي)قبيلواودافغانستان دجنوب دګرمسير له بلوڅوسره ونښت اوترخونړيوجګړو وروسته يې هغه ريل كړې(۲۹هـ-۶۴۹ز)په شاوخوا دشمال له خوا احنف بن قيس اودهغه ملګرو(۶۵۲ز۳۲هـ)پوري ټول بلخ اوتخارستان نرسكمنګان پوري دياغيانوڅخه پاك كړ اوډيره موده يې په بلخ ،مراولرود،ګوزګانان اوتالقان (دافغانستان په شمالي ولايتوكي)جګړې وكړې اوپه هم هغه كال يې دمراولرود له سيمه اسزشازس بازان سره چي دديرش زريز لښكر په ملاتړ جنګيده په قصراحنف كي جګړه هغه يې له منځه يووړى خالد بن عبدالله هم هرات، بادغيس، غوراوخراسان ونيول ، دسرخس سميه ايز ساتندوى له ذادويه پناه وغوښته اودهرات ،بادغيس اوفوشنج له اسلامي حكمانوسره يې دجزيې (يوميليون درهمووركولوله منلو)وروسته روغه وكړه ، پر(۳۲هـ)كال هراتي قارن له څلويښتوزروتنوسره دمسلمانانوپرخلاف پورته سوخوداسړى دنشاپوري حكمران عبدالله بن خازن له خوا ترسختوجګړووروسته وځپل سو،

د(۳۰-۶۵۰ز)كلوپه شاوخواكي حليفه ربيعه بن زيادسيستان ته راغى اودپهره (فطرج) زالق(جالق)ترنيولووروسته ترهلمندپوريوت اودزرنج درې ميلۍ ته يې په روشت كي سخته جګړه وكړه دسيستان ساتندوى يادهقان اپروسز(ديران دروستم زوى)دروغي له لاري وروړاندي سوزرنج يې مسلمانانوته وسپاره خوربيع پرمخ ولاړترسنازوداوقرنين پوري چي درستم دآس اخورووټوله منطقه ونيوله اوهمداسي ترخواش (خاشرود)اوبست پوري ورسيدمګرسيستانيان ترهغه وخته تابع ووتركومه چي ربيع هلته ووخوكله چي دوه كاله وروسته له هغه ځايه ووت دسيستان خلك بياسره وښوريدل اودربيع نائب يې له زرنجه وشړى ،ځكه دخلافت له درباره داځل درسول اكرم r سترصحابي حضرت عبدالرحمن بن سمره له حضرت حسن بصري اوډيرونوروفقاهاؤسره زرنج ته راواستول سو،ده(۳۳هـ – ۶۵۳ز)كال هغه ښاركلابندكړدهغه ځاى ساتندوى اپرويز اطاعت ته غاړه كيښودله دوه ميليونه درهمه اودوه زره نابالغه مريان يې ومنل ، حضرت عبدالرحمن داسلامي فقاهاؤپه مرسته داسلام په خپرولوپيل وكړ خوپه دغه وخت كي دحضرت عثمان t دشهادت خبرسيستان ته راورسيدپه دغه وخت كي حضرت عبدالرحمن له خپلي خوا اميربن احمدپه زرنج كي پريښود اوخپله دبصرې پرلوري وخوځيدله دې موقع نه سيستانيانوبياګټه واخسته اودعبدالرحمن په غياب كي يې دهغه نائب له هغه ځايه وشاړه اوپه دې توګه سيستانيانووكولاى سول چي دعربي حكمرانانوداطاعت له كړۍ خپلي غاړي وباسي

نوربيا

About deen

Check Also

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه) نوم مبارك يې عبدالله لقبونه يې صديق اوعتيق دي په …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *