تازه لیکنې
کورپاڼه / اسلامي عام معلومات / امام بخاری رحمه الله

امام بخاری رحمه الله

اصلي نوم یې محمد بن اسماعیل بن ابراهیم بن مغیره الجعفي البخاري و. چې وروسته په امام بخاري مشهور شو. خلکو به ورته ابوعبدالله ویل خو د عبدالله په نوم یې کوم زوی نه درلود. امام بخاري په ۱۹۴ هـ ق کال د شوال په ۱۳ د جمعې په ورځ سهار د لمانځه پر وخت دې نړۍ ته سترګي وغړولې. د امام صاحب پلار ډېر پرهیزګاره او د خپل وخت ښه عالم و، د لوی محدث عبدالله بن المبارک، امام مالک او حماد بن زیاد سره یې ناسته ولاړه لرله او زیات مالداره و. د مرګ په وخت کي یې خپل دوست حفص ته ویلي و: زما په پیسو کې یو درهم حرام نشته. امام صاحب د همدغو پاکو پیسو وراث شو او ټول عمر یې له همدغه پاکو پیسو څخه ګټه اخستله. امام بخاري لا کوچنی و چې د پلار د سیوري څخه محروم سو. پالنه یې د مور پر غاړه شوله په ماشومتوب کې ړوند سو. مور به یې همیشه خدای جل جلاله ته دعاګاني کولې څو یوه شپه ئې ابراهیم علیه السلام په خوب ولید چې ورته وئې ویل :(( ستا د زوی سترګي الله جل جلاله جوړي کړې او دعا دي قبوله شوه)).
کله چې سهار سو ګوري چي زوی یې روغ دی. په پنځه کلنۍ کي یې زده کړي شروع کړې، په یوولس کلني کي یې د عبدالله بن مبارک رحمه الله او وکیع بن الجوارح کتابونه حفظ کړل.
د امام بخاري رحمه الله تقوا:
امام بخاري رحمه الله زیات تقوا داره شخص و، د روژې په میاشت کې به ئې هره ورځ قرآن شریف ختموی، په ټول عمر ئې غیبت نه دی کړی، په دې باره کې خپله وائې: (( له کوم وخته چې زه په دې پوه سوم چې غیبت حرام دی بیا مي غیبت نه دی کړی. دالله جل جلاله څخه دا تمه هم لرم چې زما سره به د غیبت حساب نه وکړي)).
امام صاحب مختلفو هیوادو ته د احادیثو د یادولو لپاره سفرونه کړیدي، اته ځله بغداد ته تللی دی. علامه تاج الدین السبکي په (طبقات الشافعیه) کي لیکلي چې امام بخاري د پرلپسي سفرو او سختي ګرمۍ له امله یو ځل بیا ړوند سو خو په لږ وخت کې روغ سو د سفر په وخت کې ئې زیات تکالیف ګاللي دي حتی د مجبوریته ئې خپلي جامې هم خرڅي کړیدي. په دې هکله خپله وائې چې:(( ما څلوېښت کاله وچه ډوډۍ خوړلې)).
امام ابن ابي حاتم له امام بخاري څخه نقل کوي چې زه د احادیثو د زده کړي لپاره امام ادم بن ابي ایاس ته ولاړم هلته زما سره توښه خلاصه سوه دوې ورځي مي واښه او د ونو پاڼې وخوړلې. د سفر په وخت کي له ازمایښتو سره هم مخامخ شویدی.
یو ځل امام صاحب د حدیثو د زده کړي لپاره په سفر روان سو، نو په امیانۍ کې ئې زر اشرفۍ له ځان سره واخستلې په کښتۍ کې یو نفر دا راز له ده څخه واخیست چې په امیانۍ کې زر اشرفۍ لري نو یې شور جوړ کړ چې زما د زرو روپو امیانۍ ورکه شوله، خلکو ورته وویل: تلاشي وکړه. سړي تلاشي شروع کړله. امام صاحب امیانۍ اوبو ته وغورځوله کله چې تلاشي خلاصه شوه، سړي امام صاحب ته وویل چې امیانۍ دي څه کړه؟ امام صاحب ورته وویل چې اوبو ته مې وغورځوله. سړي ورته وویل امیانۍ خو ستا وه ولي دي اوبو ته غورځوله؟ امام صاحب ځواب ورکړ: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په جمع کولو پسي روان یم دا تاوان مي قبول دی خو نه د یوې ذرې په اندازه د بدۍ داغ، ځکه بیا به خلک زما په لاس را ټول شویو احادیثو بې باوره کېږي.
د امام بخاري ذکاوت:
امام بخاري په ۱۰ کلنۍ کې دومره علم تر لاسه کړ چې پر لویو مشایخو او استادانو به ئې اجتهادي نیوکي کولې. د مشکوة مصنف خطیب بغدادي رحمه الله د امام صاحب د قوې حافظې او ذکاوت په اړه لیکلي چې کله امام بخاري بغداد ته ولاړ نو د بغداد علماء او محدثین را جمع سول. دسلو احادیثو سندونه او متنونه ئې په خپلو کې سره ګډ کړل. لسو کسانو ته ئې ورکړل چې د امام صاحب څخه پوښتنه وکړي، کله چي امام صاحب راغی نو یو کس راغی او د یو حدیث په اړه ئې پوښتنه وکړله، امام صاحب وویل: ماته نه دی معلوم، حتی لسو سره ته یې همدا ځواب ورکړ. په مجلس کي ځیني عالمان پوه سول چې امام بخاري ماهر او عالم دی خو ځینو چي علمیت ئې کم و دافکر ئې وکړ چې امام صاحب د احادیثو په پېژندلو کې کم راغی وروسته چې امام صاحب پوه سو چې نور څوک نسته نو اول نفر ته متوجه سو او ورته وئې ویل ستا لومړی حدیث داسي، دویم داسي… د پاتي هغو کسانو سره ئې همداسي وکړل یعني د احادیثو سره ئې متنونه او سندونه برابر کړل نو ناستو علماوو دده پر ذکاوت اعتراف وکړ.
امام بخاري رحمه الله په ۲۵۶ هـ وفات سو. غالب بن جبرئيل وائۍ: له وفات نه وروسته ئې له بدنه دومره خولې ووتلې تا به ویل چي غسل دي ورکړیدی، دی زیاتوي: ((چې جنازي ته ئې زیات خلک راغلل، عجیبه خو لا داوه چې کله مو خاروو ته وسپاری، د قبر څخه ئې د مشکو او عنبرو بوی را پیدا شو خلکو د تبرک لپاره خاوره وړله موږ د خاوري په ټولولو ستړي شوو)).
د امام بخاري کتاب، بخاري شریفه تر قرآن عظیم الشان وروسته د اسلامي علومو ستره سرچینه ده. امام بخاري رحمه الله ددې کتاب په اړه لیکلي:(( ما دغه کتاب د یو لکو صحیحو احادیثو څخه انتخاب کړی او دهر حدیث د لیکلو تر مخه مي دوه رکعته نفل لمونځ کړی دی)).
په بخاري کې ۷۵۷۰ احادیث سره د تکراره او ۴۰۰۰ احادیث پرته له تکراره موجود دي، امام صاحب دغه کتاب په ۱۶ کالو کې لیکلی دی.

About deen

Check Also

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه)

حضرت ابوبكرصديق (رضي الله عنه) نوم مبارك يې عبدالله لقبونه يې صديق اوعتيق دي په …

Leave a Reply